کوټه: تجارانو د کسټم او پولیسو پر ضد لاريون

کوټه کې د کسټم، ملېشه او پولیس ځواکونو پر ضد د سوداګرو احتجاج. ۱۴م دسمبر ۲۰۱۵

د تجارانو اتحاديې يوه غړي ملک محمدخان خوندي وویل، له دوی سره په دې سیمه کې بل هېڅ روزګار نشته او د کسټم پولیس او ملېشه و سرتېري يې د ګورېزۍ روزګار ته هم نه پرېږدي.

په کوټه کې يو شمېر سوداګرو د پښتونخواملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د کسټم، پولیسو او ملېشه ځواکونو پر ضد لاريون کړی او غوښتنه يې کړې، چې د تجارانو پر ضد دې په ښارونو کې دننه چاپې وهل بندې کړي.

د پښتون اباد يو شمېر دوکاندارانو او تجارانو د اتوار په ماځيګر د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د کسټم چارواکو، ملېشه ځواکونو او پولیسو پر ضد احتجاج کړی او تور يې پورې کړی، چې یاد چارواکي له دوی څخه د ګورېزۍ «قاچاقي» په سامان بیا بیا رشوت اخلي، خو چې کله يې دا سامان کوټې ته راورسېږي، نو بیا يې هم ورڅخه قبضه کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د کسټم، ملېشه و او پولیسو پر ضد د تجارانو احتجاج

همدې احتجاجیانو ته په خپله وینا کې د تجارانو اتحاديې يوه غړي ملک محمدخان خوندي وویل، له دوی سره په دې سیمه کې بل هېڅ روزګار نشته او د کسټم پولیس او ملېشه و سرتېري يې د ګورېزۍ روزګار ته هم نه پرېږدي.

؛ موږ چارواکو ته خواست کوو، چې پر موږ همدا يواځینی روزګار نه دروي؛.

تجارانو په احتجاج کې د کسټم چارواکو، ملېشه ځواکونو او پولیسو پر ضد سخت شعارونه هم ورکړل او د پاکستان له مرکزي حکومته يې وغوښتل، چې د صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې له ډيورنډکرښې سره څېرمه همدا د ګورېزۍ روزګار دې پر دوی نه دروي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي کبیر افغان د دې احتجاج کوونکیو مشري کوله، له افغان څخه مو وپوښتل، په صوبه کې د دوی حکومت دی، ولې بیا هم احتجاج ته مجبوره شوو؟

کبیرافغان مشال راډيو ته په ځواب کې وویل، ؛د دوی ګوند د صوبايي اسمبلۍ، قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړيو په وار وار همدا ستونزه د مرکزي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې؛.

خو د افغان په خبره له دې باوجود هم د تجارانو ياده مساله نه ده هواره شوې.

بلې خواته د کسټم، ملېشه ځواکونو او پولیسو چارواکي بیا وايي؛ د دوی چارواکي نه يواځې له نورو هېوادونو سره پر پوله، بلکې په ښارونو کې دننه هم د ناقانونه تجارت مخه نیسي او د رشوت اخیستلو تورونه یې هيڅ حقیقت نه لري.