افغان چارواکي: د پاکستان د غوښتنو خط حقيقت نه لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ځينو افغان رسنيوو ترمخه پاکستان افغان چارواکو ته يو خط ورکړی او غوښتې يې دي چې د افغانستان په استخباراتي ادارې (ملي امنيت يا NDS) کې ځيني بدلونونه وکړي. افغان چارواکي د دغسي خط وجود نه مني. په دې اړه زموږ همکار، بشيرګواښ د افغانستان د ملي امنيت د شورا د وياند، تواب غورځنګ سره مرکه کړي.