اظهر ته ګام په ګام د پېښور سکول برید یادېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دسمبر شپاړسم تاريخ د پيښور پر آرمي پبلک سکول د هغه بريد لومړی تلين دی چې ۱۲۲ زده کوونکي يې ووژل. د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په شپاړسمه شپږ وسله وال د ياد ښوونځي د شا له ديواله ورواوښتل او ناتاره ډزې يې پيل کړي. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې پړه پر غاړه واخیسته. د ځينو زخمي زده کوونکو درملنه وشوه خو ځينې ټپيان لا هم د حکومت مرستې ته منتظر دي. په دې اړه دا ويډيويي رپورټ وګورئ.