افغان چارواکي وايي غواړي چې د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او د دې مذاکراتو د پيلولو لپاره هيله من هم دي خو په وينا يې چې د دې کار لپاره اوربند اړين دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دي وروستيوو کې د هلمند په ځينو ولسواليوو سختې حملې کړي دي.
افغان چارواکي وايي په هلمند ولايت کې يې طالب وسله وال په شا کړي دي. د افغانستان د اجرايه رييس يا CEO ډاکټر عبدالله يو وياند جاويد فیصل نن مشال ريډيو ته وويل چې نن عبدالله په دې هکله د امنيتي چارو وزارتونو د وزيرانو سره غونډه درلوده. نوموړي وويل چې طالبان به پرينږدي له داسې حملو د سولې د ممکنه راتلونکو مذاکراتو لپاره ګټه واخلي.
جاويد فیصل سره د مشال ريډيو همکار، بشيرګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې په هلمند کې د روان حالت په اړه پوښتلي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.