"ښه تعلیم سختدریځي ختمولای شي"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور آرمي پبلک سکول د تلين په موقع تېره ورځ پاکستانېو چارواکو، ځوانانو او په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا کارکونکو دا خبره کوله چې د تعليم په وسيله به وسله والو ته ځواب ورکوي.
دا خبرې پرې داسې وخت کيږي چې د شمالي وزيرستان د شاو خوا پنځه اتيا زره زده کونکو دا دوايم کال دی چې په کډوالۍ کې ژوند کوي او تعليم يې متاثره کيږي او په خېبر پښتونخوا کې هم شا و خوا تر پنځه ويشت لاکو پورې ماشومان له سکولونو بهر دې نو پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو کې څنګه له وسله والو د تعليم په وسيله بدل اخیستل کېدې شي او بله دا چې کوم تعليمي نظام يا سلېبس دی هغه د دې جوګه دې چې دې لړ کې مرسته وکړي او که څنګه.
پر دې اړه مو د خېبر پښتونخواه د تعليم وزير او له ځوانانو سره خبرې کړې. کوربه اسرار عالم مومند دی.