اقتصادي راهداري لوی پوښتنې څه دي

پراګ: پښتونخوا ولسي تحريک وايي چې د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې پرانيسته دوکه وه، او په دي کې ملت پاله ګوندونه تيروتي دي. د خيبر پښتونخوا حکومت بيا وايي که چېري مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د راهدارۍ لاره له هغې صوبي نه د تېرولو اجازه ورنکړي. خو ملت پاله ګوندونه وايي چې اقتصادي راهدارۍ په اړه خپل دريځ ولاړ دي، او ځيني ګوندونو په دي سياست شورو کړی دې.

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر سيد عالم محسود وايي چې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ په اړه وزيراعظم نوازشريف د ملت پالو ګوندونو مشرانو تيرویستي دي. نوموړي له مشال راډيو سره په مرکه کې وويل چې د پاکستان وزيراعظم په ژوب کې د يو عام سړک پرانست، او ټولو ته يې دا تاثر ورکړ چې دا د اقتصادي راهدارې غربې لاره ده.

نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي ويلي وو که چېري اقتصادي راهدارۍ کې دغې صوبې ته خپل حق ورنکړل شو، نو دې لپاره به زمکه نه ورکوي. د دي نه وړاندي وزيراعظم تېرې چارشنبې په ورځ په ژوب کې د دوی په وينا د غربې لارې پرانسته وکړه. د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي چې ملت پاله ګوندونه تيروتي دي.

سيد عالم محسود زياته کړه، چې بايد ملت پاله ګوندونه د تحريک انصاف او جماعت اسلامي پشان واضحه دريځ ولري. خو پښتونخوا ملې عوامي ګوند سينټر عثمان کاکړ وايي چې تر هغې به په قلاره نه کيني تر څو چې اقتصادي راهدارۍ کې يې خپل حق نه وي ترلاسه کړی.

تر اوسه دوی د یو میګا واټ د بجلۍ د منصوبې زغ ندی کړی

عثمان کاکړ وایي چې اقتصادي راهدارۍ کې به وفاقي حکومت د انرژۍ پروژې راکوي،«موږ د وفاقي حکومت سره پر دې نه یو صلا شوي، موږ به تر هغې پورې په ارام نه کینو تر څو چې د دې پورا پروژې لپاره فنډ نه وي مختص شوی، کواریډور یوازې هاي وی نده ، دا به ټوله منصوبه اعلانوي، تر اوسه دوی د یو میګا واټ د بجلۍ د منصوبې زغ ندی کړی»

که څه هم د ژوب اقتصادي زون ورکړل شوی دې، خو د نورو اقتصادي پروژو غوښتنه يي کړيده. بلخوا د عوامي نيشنل ګوند مشر افراسياب خټک وايي چې په اقتصادي راهدارۍ ځيني ګوندونو سياست شورو کړی دې، نوموړي وويل چې د غربي لارې پرانيستي دورې پر وخت وفاقي حکومت له پکار وه، چې ټول ګوندونه يې راغوښتي وی، خو داسي يې ونکړل نو ځکه په پېښور کې ځيني ګوندونه راغونډ شوي ول، او خپلي ناکامې پټولو لپاره يې سياسي بيانونه ورکړي دي. «موږ خپله خبره نده بدله کړې موږ لا هم پخپل ځای ولاړ یو، چې غربي لاره بنیادي لاره ده، او باید پرې پوره کار وشي»

افراسياب خټک زياته کړه، چې هغه سياسي ګوندونه هم له وفاقي حکومت سره په تماس کې دي، چې د دي هر څه مخالفت کوي، دوی وويل چېد وفاقي وزير احسن اقبال او خيبر پښتونخوا وزيراعلي ترمنځ په دي خبري هم شوې دي، او په دي موضوع ټول خبري کۍ خو ځيني ترې سياسي ګټي پورته کول غواړي. بلخوا کارپوهان وايي چې دا د سيمی د ولس تقدير بدلونکې پروژه ده. نو بايد چې جنګ ځپلې خيبر پښتونخوا او بلوچستان په کې بی برخي پاتي نشي.