"افغان کرکټ لوبډله به نړيوال ريکارډونه ماتوي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې مياشتې پر اتمه او ۱۰مه په شارجه کې له زمبابوې سره دوې ۲۰ اووريزې لوبې تر سره کوي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې له زمبابوې څخه د پنځو يو ورځنيو لوبو سيريز په درې دوه وګټی. د پنځو لوبو په دې لړۍ کې پايلوبه د چارشنبې په ورځ وشوه چې ګڼ شمېر افغانان يې ليدو ته ورغلي ول. تر دې وړاندې تېر کال هم افغان لوبډلې په زمبابوې کې دننه زمبابوې ته د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو په سيريز کې ماتې ورکړې وه. احمد شاه اعظمي د افغان کرکټ لوبډلې له منتظم شېر آغا همکار سره ((د مشال يارانو)) خپرونه کې د افغان کرکټ لوبډلې پر برياوو او وضعيت خبري کړي دي چې تاسو يې اورېدو ته رابولو.