پراګ: په بلوچستان کې میشتو پښتنو قبیلو د سیمې کلتوري او ټولنیز قدرونه ژوندي ساتلي دي او د ولسي سندرو، روایتي اتڼونو او کاکړیو غاړو په بڼه یې د خپل تاریخ او ټولنیز ژوند ځینې حوالې خوندي کړې دي.
لیکوال او څیړنکار رازق فهیم وايي ، په جنوبي پښتونخوا کې د ولسي ادب او اتڼونونو بیلا بیل رنګونه ژوندي دي چې د دې سیمې د تاریخ ، ژوند ژواک او هیلو څرګندونه ترې کیږي.
رازق فهیم وايي باید دا کلتوري اثاثې او آثار په دستاویزي شکل کې خوندي کړل شي.
دی زیاتوي ، له موږ سره دا ثقافتي شیان موجود دي خو په ورو ورو دا زموږ له لاسونو وځي هم. خلک د اتڼ تشریح څنګه کوي او څه معنا ترې راوباسي . باید د دې روایتي اتڼونو فوک شکل خوندي کړل شي. په دې اړه حکومتونه او د میډیا ادارې باید خپل کردار ولوبوي.
رازق فهیم زیاتوي چې د سیمې د قبیلو روایتي اتڼونه اوس د نوي دور د غوښتنو سره تر بدلون تیریږي او که وده ورته ورکړل شي نو په نړیوال کلتوري منظرنامه کې ځان ته ځاي نیولای شي ـــ
نوموړی وايي ، ا تڼ په فولکوري انداز کې یو خاص شکل لرلو او په دغه فوکلوري انداز کې يي خپل اظهار سم نه شو کولای خو کوم پښتانه چې په ښارونو کې ژوند کوي هغوي د اتڼ لپاره د ډول په ځاي د موسیقۍ نور آلات او نور روایتونه هم په کار راوستل ، په دې کې يي نوره ښکلا هم واچوله او د نوي دور غوښتنو ته يي سم کړو.
اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت د سیمې د کلتوري اثاثو د خوندي کولو لپاره څه کار کوي؟
په دغه اړه د واکمن ملت پال پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او د پارلیمان پخوانی غړی رضا محمد رضا وايي ــــ د کلتور خوندي کول او وده ورکول باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي .
نوموړې زیاتوي ، د سیاسي ګوند په توګه موږ تل د کلتوري هلو ځلو مرسته کړیده او خپلې میلې مو هم راجوړې کړیدي.
نوموړي وویل چې ، د دوی حکومت په بلوچستان کې د ژبو د ودې لپاره د کروړونو روپیو مالي پنګې ورکړيدي.
رضا محمد رضا وویل ، بیا هم په دې اړه ډیر کار ته اړتیا ده او باید موږ يې په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو.
د ډیورنډ کرښې دواړه اړخونو ته روانې بې قرارۍ که یو خوا د سیمې د ولس اقتصادي ژوند اغیزمن کړی دی بل خوا د ولس کلتوري او ټولنیز قدرونه هم د ژوندي پاتې کیدو لپاره له نویو ننګونو سره مخامخ دي.
دا رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.