نن به د پاکستان برېښنا او اوبو وفاقي وزیر سره له یوه لوړپوړي پلاوي سره په یوه دوه ورځنۍ غونډې کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ځي.
د پاکستان سرکاري رسنیو په وینا په دې غونډه کې به د منځنې اسيا او سوهېلي اسيا منصوبې له مخې یو زر مېګاواټه بجلۍ راوړلو لپاره د پنځه سوه كلوواټ لېږدونکې لیکې [ټرانسمېشن لاین] غزولو معاملې ته به حتمي شكل وركول کېږي.
پر اوونیم سوه كلوميټره اوږده دې لیکه به تر ۲۰۱۸م کاله کار سر ته ورسول شي او په دې به یو زر او یوسل شپیته میلیون ډالر لګښت راځي.
د بجلې د دې لاین غزولو کار به د روان کال له مې میاشتې پېلېږي.
دا پنځه سوه کلو واټ ټرانسمیشن لاین به له کرغیزستانه و پاکستان ته د بجلۍ لېږدولو لپاره کارول کیږي.
په پاکستان کې د بجلۍ کموالی پوره کولو په اړه د بجلۍ ادارې یا واپډا پخواني مشر شاهنواز خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل باید چې حکومت د بجلۍ ملکي ضروریات پوره کولو لپاره له بهرنیو هېوادونو برېښنا اخلي خو پکار دا ده چې د ملک له وسایلو یې هم کار اخیستی وی.
د ده په وینا چې ۲۰۰۴ م کال کې یې حکومت ته په سیند دریاب د ډیمونو جوړولو تجویز ورکړی وو خو په سنجیدګۍ سره وانخیستل شو.
”ما یوې امریکایي انجینیېرینګ ادارې ته دا موقع ورکړه او ورته مې وویل چې په سیند دریاب موږ څومره ډیمونه جوړولی شو او دا هم راته ووایاست چې کوم یو یې مهم دې نو هغوی راته اته میاشتې پس رپورټ راکړ او یې ویل چې یوازې په سیند دریاب موږ پر شپاړلس ډېمونه بجلې موندلی شو او په مهمو ډیمونو کې یې د باشا ډیم تجویز ورکړی وو نو که هغه مهال پرې کار شوی وی نو نن به دا مکمل وو او موږ به ترې ګټه اخیسته“
په هم دې لړ کې د واپډا (بجلې نظم ادارې)پخوانی مشر انجینیېر شمس الملک وایي چې له بهره د بجلۍ اخیستو پر ځای که حکومت په هېواد کې دننه د اوبو وسایل پکار راولي نو د ټرانسمیشن لاین غزولو لګښت به بچ شي.
“بجلۍ جوړول دي، دا په پاکستان کې هم جوړېږي او په بهر ملک کې هم. ممکن ده هغوی ووایې چې نرخونه به یې تر پاکستان زیات نه وي نو زه به دا ومنم خو که له هغه ځایه بجلۍ راځي نو ورته به ټرانسمیشن لاین جوړېږي. د دې ټرانسمیشن لاین پیسې به څوک ورکوي؟ د دې لاین لپاره خو هغوی پیسې نه ورکوي هغه خو به پاکستان ورکوي،،
یاده دې وي چې په پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسې مسلسل د بجلېکمښت مسله روانه ده او د تېر کال دسمبر میاشت کې وزیراعظم نواز شریف ویلي ول چې تر ۲۰۱۸ م کاله به د بجلۍ لوډشېډينګ مسله هواره شي.