کوټه کې د ځانمرګي برید ذمه واري پاکستانیو طالبانو منلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه سهار مهال د کوټې په سټيلایټ ټاون کې د ګوزڼ ضد کارکوونکو او د هغوی د ساتندویه پولیسو سره په خوا کې چاودنه شوې، چې په نتیجه کې يې څوارلس کسان وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په لېږلې خپرپاڼه کې د کوټې ځانمرګي برید مشولیت منلی دی.