د ګندهارا انګلیسي وېبپاڼې اېډیټر ابوبکر صدیق او عبدالحي کاکړ راپور
تر نژدو دوو پېړیو، بر ځواکه لاسوهنو، سیمه ییزه او نړۍوالو دښمنیو و افغانستان ته مرګونه او ورانی په وربرخه کړی دی.
خو داسې ښايي د انرژي یو لړ بین المللي او ډانچوي پروژې ښايي دغه په وچه کې ایسار، غرنی هېواد د انرژۍ، سوداګرۍ، او ټرانسپورټ په یوه لوی ګړ یا مرکز واړي.
لاجور دهلېز یا راهداري
د افغانستان سوادګرۍ خونه (چیمبر اف کامرس) په هېواد کې دغه منصوبه یوه ارزانه، خوندي او لنډه لار ګڼي. د دغې لارې موخه افغانستان د ترکمنستان، ازربایجان، جارجیا او له ترکيې له لارې له کاسپین، میډیټرانیې او تور سمندرګیو سره وتړل شي. د دغه پروژې یوه لویه ستراژیکه ګټه به دا وي چې افغانستان به د پاکستان، ایران او روسيې د بندرونو له تکیې هم ازاد شي. پر دغو درو واړو هېوادونو افغانان تور پورې کوي، په کابل کې په ۱۹۷۸م کال د ثور له کمونسټي کودتا پس چې په ۱۹۷۹م کال یې د شوروي اتحاد یرغل ته لاره هواره کړه، له هغه راهیسې په دغه هیواد کې په جنګونو او ناامنیو کې ښکېل دي.
بلخوا د دغه منصوبې په لړ کې کابل ځینې سفارتي هلې ځلې پیل کړي دي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې د مختلفو هېوادو ګڼې ادارې او ریاستونه چې په دغه منصوبه کې ښکېل (بوخت ) دي،پانګونې ته به غاړه کېږدي او که نه.
یوه تړانګه، یو سړک (اوبور)
دا د چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ خپله پروژه ده. بیجېنګ وار له مخه، په دې پروژه کې له ۲۰۰ اربه (میلیارده) ډالرو څخه د زیاتې پانګونې کولو اشاره ورکړې ده. ټاکل شوې چې له دې پروژې سره سم به یو نړیوال سړک جوړېږي، ورسره به د انرژۍ پیدا کولو کارخانې وي او د رېل پټلۍ به هم غځول کېږي چې چین به له منځنۍ او جنوبي اسیا، منځنۍ ختیځ، اروپا او افریقا سره تړلي.
تر اوسه (اوبور) په افغانستان کې هېڅ پروژې نه لري، خو چین د دې لپاره ور پرانیستی پریښی دی.
د (اوبور) پروژو بریا د افغانستان له ثبات سره تړلې ده.
د چین – پاکستان اقتصادي لار د ۴۶ اربه امریکايي ډالرو د پانګونې یوه لویه پروژه ده چې ورسره به له غربي چینه د پاکستان د ګوادر تر بندره، ۲۵۰۰ کیلومیټره اوږد تجارتي سړک جوړېږي.
چین پخوا د افغانستان د ویجاړۍ یو داسې نندارچي وو چې دلچسپي یې نه لرله. خو اوس بیجېنګ د کابل او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو له لارې د افغانستان شخړې هواري لپاره د یوه مخکښ رول لوبوي.
بیجېنګ د (اوبور) پلانولو او د دې لپاره د مالي سرچینو په برابرولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی خو اوس هم ورته اوږده لار مخې ته ده ځکه چې د دې د بریالي کولو لپاره باید چین د هېواد دننه د یاغیانو مسله هواره کړه او باید یو شمېر دوه اړخیزه او سیمه ییزې موافقې لاسلیک کړي.
واخان دهلېز (راهداري)
د پامير او قراقرم د دنګو غرونو پر سر، د واخان راهداري هغه نرۍ پټي ده چې د افغانستان شمال -ختيځې سيمېله پاکستان او تاجکستانه سره بېلوي، او له چین سره د افغانستان پوله جوړوي. د واورۍ ګټونو [ګليشيېرز]، دنګو غرونو او د تودخې منفي درجې تر دامهاله دغه لیرې پرته سیمه د څلورو هېوادونو ترمينځ د تړلوالي [وصل] اوسوداګرۍ په مرکز له اوښتو راګرځولې ده.
خو د چين اوسنۍ لېوالتیا [دلچسپي] او د پاکستان شمال مغربي سيمې تر یوه لوی واورینګټ [ګلیشیېر] لاندې نهه کلوميټره اوږد نغم [سورنګ]، ښايي د جنوبي اسیا، چین او منځنۍ اسیا ترمينځ د سوداګرۍ لپاره یوه لاره وګرځي. تمه ده، لواري ټنل د سږني ۲۰۱۶م کال تر پايه بشپړ شي.
د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر سياستوال افراسياب خټک وايي ((د لواري ټنل له جوړېدو سره به واخان دهلېز به د څلورو هېوادونو ترمينځ په هر موسم کې د سوداګرۍ لاره پرانیزي.
نوموړي وايي: ((واخان د وسل قدرتي لاره ده، او هند ډېر په اساني سره په دې کې د پينځم هيواد په توګه ورګډېدای شي. دا به ډېر اوږد -ــ مهاله استحکام لرونکی اثر پرېباسي.))
نوې ورېښمینه لار
په دوه زره يولسم کال واشنګټن ورېښمینې لارې یوه نوې کړنلار رامنځته کړه چې د افغا نستان او منځنۍ اسیا هېوادونو امنيت پیاوړيکولو لپاره ګډې پانګونې، سوداګرۍ او ټرانسپورټ ته وده ورکړي.
خو داسې ښکاري په دا نيږدو کلونو کې د چين، د يوې ـــــ تړانګې يوې ــــــ لارې ستراتیژۍ،چې د بیجینګ په اند د تار يخي ورېښمینې لار بیا ـــــ راژوندي کول دي، د امریکا نوې ورېښمینې لارې پر ستراتیژۍ سیوري وغوړاوه. پر دغو دواړو کړنلارو تر ډيره ځاییه کار شوی دی او دا نوښت حمایه شوی هم دی.
افغانستان کيدي شي تر (منځنۍ اسیا – جنوبي اسیا)له تېرېدونکې کاسا ــــ ۱۰۰۰پروژې یو څه ماليه راټوله کړي او له ارزانې برېښناګټه پورته کړي. د مهالوېش له مخې راتلونکې کال دغه پروژه پیلېدونکې ده چې ارزان بییه بجلۍ به له تاجکستان او کرغیزستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته پورېبیاسي.
روسیه چې وړاندې د ترکمنانستان د ګېس یو له لویو پېرېدونکیو هېوادونو څخه دی، خو د تېلو ټیټو بیو، زړه نازړه والي یا ښايي د دې جوګه نه وي چې له ترکمانستانه د اخیستل شوي ګېس پیسې پرې کړي. همدې خبرې ترکمانستان وهڅاوه چې د تاپي تړون ته مخ واړوي. د تېرې دسمبر میاشتې پر ۱۳مه نېټه، د هند مرستیال ولسمشر حامد انصاري، پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف. افغان ولسمشر اشرف غني او ترکمن ولسمشر قربانګلي برديمخمدوو د انرژۍ پورېباسلو د یوه لوی تړون پرانستنه وکړه. د ۱۸۴۱ کلومیټرو اوږدې نللیکې په غزولو سره به هرکال۳۳ بیلیون مکعب میتره ګېس د ترکمانستان له جنوبه د هند شمال ته بهیږي.
تېره میاشت د افغانستان په لر او بر کې د تاپي [ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند] ترمنځ تړون خوښۍ ولمانځل شوې، خو د دغه هېواد په جنوب کې ناکراریو، او دا شکونه چې ګنې اشک اباد به د خپلې برخې نژدې لس اربه ډالرو مالي پانګې ورکولو جوګه وي او که څنګه، د تاپي راتلونکې تر سیوري لاندې راوستی دی.
هند-ایران او چابهار
له چین او پاکستان سره خپلو شخړو ته په کتو، هند د عمان پر خلیج پر یوه ایراني بندر چابهارپانګونه کړې ده. د دغه پانګونې موخه پظاهره له تهران سره اقتصادي تړون ټینګول، او په پایله کې چابهار له افغانستان او د هغه منځنۍ اسیا هېوادونو سره نښلول دي.
نوي ډیلي لا وړاندې د افغانستان دننه سړکان جوړکړي چې لوی ښارونه له چابهار سره ونښلوي. او پلان یې دی چې د نویو سړکونو او اورګاډو پټلۍ وغزوي چې د ایران له چابهار سره د افغانستان سوداګري اسانه کړي. د هستوي تړون پرسر د خپلې ژمنیتا ښودلو وروسته، له ایرانه روانه میاشت د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري اقتصادي بندیزونو هیسته کولو سره به چابهار ته د نوې پانګونې لاره برانیزي او ښايي د لوېدیځ پانګه هم راکش کړي.