پاکستان پوليو ضد بېړنی پلان منظور کړ

په پېښور کې يوې ماشومي ته پوليو واکسين ورکول کيږي.

د پاکستان حکومت د پوليو ويروس د مخنيوي لپاره د درې کلن پلان منظوري ورکړې ده.

د پاکستان سرکاري راډيو پر خپله ويب پاڼه ليکي چې د جمعه په ورځ د ماليې وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې د اقتصادي پروژو منظورونکې شوری، ايګزېکټيو کميټې اف اکونومک کونسل په غونډه کې منظوري ورکړل شوه.

د پوليو له منځه وړلو بېړني پلان تر نوم لاندي ددې پروژي له مخي به تر ۲۰۱۸ ميلادي کاله پوري د ټول پاکستان هغو ماشومانو ته چې د پوليو په رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي په ټوليزه توګه څه کم اوه سوه مليونه ځله واکسين ورکول کيږي.

پر دې بېړني پلان به شاوخوا ۳۲ اربه روپۍ خرڅه راځي. د پاکستان پوليو مخنيوي ادارې نېشنل اېمر جنسي اپرېشن سنټر مشر ډاکټر رانا صفدر ويلي،ددې ناروغۍ ويروس د خپرېدو په اړه راتلونکې څلور مياشتي زياتې مهمې دي.

ددې ادارې پر ويبپاڼه ويل شوي چې ډاکټر صفدر دغه خبره د جمعه په ورځ په اسلام اباد کې د پوليو په اړه تکنيکي شوری غونډې ته وکړه. ده زياته کړه چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د پوليو په ناروغانو کې ۸۰ فيصده کمۍ راغلی وو.