پښتانه له واکمنۍ تر څوکیدارۍ

له غوریانو، لودیانو، سوریانو څخه تر میر وېس نیکه او احمد شاه بابا پورې د تاریخ پاڼې ګواهي ورکوي چې پښتنو نه یوازې واکمنۍ کړې بلکې بشرپاله اوسېدلي دي.

پښتانه ۵۰۰۰ کاله زوړ تاریخ لري، او د مالوم تاریخ له مخې پښتنو د هندې پر نیمه لویې وچې فارسباندې واکمنۍ کړې دي، او ډېرې لویې باچهۍ يې جوړ کړې دي. له غوریانو، لودیانو، سوریانو څخه تر میر وېس نیکه او احمد شاه بابا پورې د تاریخ پاڼې ګواهي ورکوي چې پښتنو نه یوازې واکمنۍ کړې بلکې بشرپاله اوسېدلي دي.

موږ د خوشال خټک غوندې جنرال لرو، چې د مغلو د سترګو اغزی وو، او د پښتنو لپاره یې ټول عمر د مغلو پروړاندې مبارزه کوله. د ګجو خان غوندې سرداران لرو، چې پښتنو ته یې خپل جنت، خپل ریاست، خپله پښتونخوا جوړه کړې ده، د غازي امان الله خان غوندې روښنفکره بادشاهان لرو.

د باچا خان غوندې لوی لار ښود لرو، چې پښتون قام ته یې د عدم تشدد داسې فلسفه ورکړې ده، چې د پښتنو په ټولنیز ژوند کې راوستي بدلون ته یې ټوله نړۍ حیرانه ده.

درېغه درېغه درېغه، چې موږ خپل دغه تاریخ او مشران هېر کړي دي، هغه قامونه چې خپل مشران او خپل تاریخ هېروي نو د هغوی هم دغه حال وي، کوم چې نن زموږ دی.

د پښتانه افغان ولس یوه لویه برخه انګریزانو د جدیدو وسلو او نوې ټېکنالوژۍ په زور تر خپلو مټو لاندې کړه او پر پراخه سینه یې د (ډیورنډ توره کرښه) راښکه، نو بلخوا له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د مذهب په نامه په خپل وطن کې قتلېږي. او بیا په تېره په پاکستان کې له تېرو ۱۴ کالو راهیسې خو ورباندې عجیبه کانې وشوې، چې هم مړه شول او هم پړه.

ډاکټر اسرار وايي :

د وطن خاورې هغه ښکلې شاه زلمي دې څه کړل

چې يې شملو کړلې سیالۍ له اسمانونو سره

له پښتونخوا او قبایلي سیمو دوزخ جوړ کړل شو، یو خوا یې ټولنیز ژوند تباه شو، نو بلخوا یې په قامي تشخص، تاریخ او کلتور ګوزارونه روان دي، او ټول وجود یې ژوبل دی، اوس چې یې په مکتبونو او پوهنتونونو کې کومه ټولوژنه (قتل عام) روان دی، د هغې مثال په تاریخ کې نشته.

تر ټولو لویه د افسوس خبره دا ده، چې په کومو قامونو او سیموزموږمشرانو باچاهيانې کړي دي، او هم زموږ د مشرانو په مټ مسلمانان شوي دي، نن مو هغوی د مذهب په نامه وژني.

دغه ټولو حالاتو پښتانه پر دې مجبوره کړل، چې د خپل ژوند کولو لپاره د پاکستان نورو برخو ته کډه وکړي، او هلته خپل روزګار وکړي. خو موږ په داسې ظالم او پټ سترګي دښمن اوښتي یو چې دغه مزدورۍ ته مو هم اوس نه پرېږدي. په دغه مزدورانو کې زیاتره پښتانه په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې، یا خو څوکیداران دي، او یا نور د لاسونو کار کوي.

لومړۍ په اسلام اباد کې له ۴۰ کلونو مېشت پښتانه چې په کچه ابادیو کې یې ژوند کاوه، په زوره وویستل شول، او له روزګاره یې محرومه کړل. او اوس په ټول پنجاب کې پر پښتنو مزدورانو بندیز لګول شوی دی، چې د استحصال او نه زغم (عدم برداشت) تازه مثال دی.

په کومو قامونو او سیمو چې پښتنو په سلګونه کاله حکمراني کړې، نن هغه قامونه پښتون د یو (څوکیدار) په توګه هم نشي زغملی. خو د دوی د دغه ګام ښېګړه دا ده ښايي، پښتانه به یو څه راویښ کړي.

پر پنځه زره کلن زوړ پښتون باندې په اویا کلن پاکستان کې رنګ رنګ کانې وشوې خو لا هم پښتون ویده دی، ځان یې نه دی پیژندلی.

د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپیژنئ،ستاسو لپاره خو به ځان ته پیغمبر نه راځي.

لیکنه: اسدالله مایار، قانونپوهه او سیاسي فعال
یادګېرنه: دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي.