په سروه خپرونه کې راسره له اسلام آباده ثانیه سعدالله خان خبرې کړې دي. ثانیه د فارمولا ون نومي د ګاډو زغل لوبو په یوه ډله کې انجنېره پاتې شوې ده
ثانیه له پاکستانه اولنۍ جینۍ ده چې په بریتانیا کې یې د ګاډو د رېسنګ په یوه ډله کې انجنیري کړې ده. ثانیه په موټر سپورټ انجنیري کې هم زده کړې تر لاسه کړې دي. نن صبا په اېرو سپېس انجنیري کې پي ایچ ډي یا اعلی تعلیم تر لاسه کوي.
د سروه پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.