په کورمه کې ډرون برید، یو مشکوک وسله وال وژل شوی

استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، تازه برید د فبرورۍ ۲۲مې پر سهار شاوخوا درې نیمې بجې د کورمې په پتاله سیمه کې شوی دی.

پېښور - پاکستاني چارواکي وايي، پر کورمه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حمله کې یو مشکوک وسله وال وژل شوی او د وسله والو پټنځایونه ړنګ کړل شوي دي.

استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، تازه برید د فبرورۍ ۲۲مې پر سهار شاوخوا درې نیمې بجې د کورمې په پتاله سیمه کې شوی دی.

د دوی په خبره، په بمبارۍ کې یې د وژل شوي مشکوک وسله وال مړی تر لاسه کړی دی.

دوی وايي، په ډرون برید کې د وسله والو دوه ګاډي او د غلزیو په نوم د هغوی یو پټنځای ړنګ کړل شوی دی.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نوم نه ښودلو په شرط یو انتظامي چارواکي مشال راډیو ته د دغې خبرې تصدیق وکړو چې په برید کې د وژل شوي کس مړی یې ترلاسه کړی دی خو وايي، دا لا نه ده جوته چې د کومې وسله والې ډلې غړی وو.

((په یو وخت کې دغه برید د افغانستان علاوه دلته هم وشولو. پر کومه سیمه چې دا برید شوی دی، هغه په زیرو پواینټ کې راځي. دلته یې نقصان دومره نه دی اړولی خو په افعانستان کې په ورته وخت ډرون بریدونو وسله والو ته سخت زیان اړولی دی.))

په ۲۰۱۶ کال کې دا پر پاکستان د امریکا بې پایلټه الوتکو دویم برید دی. تر دې مخکې د جنورۍ میاشتې په نهمه نېټه په شمالي وزیرستان کې هم ډرون بریدونو پنځه تنه وسله وال وژلي ول.

پخوا هم له افغانستان سره نیزدې په کورمه کې یو شمېر دغه ډول بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې د یو شمېر پاکستانیو طالبانو په ګډون د حقاني ډلې کسان هم وژل شوي دي.

په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومت په بیا بیا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او دا یې د خپلواکۍ ضد بللي دي خو امریکا وايي، د قبایلي سیمو په هغو برخو کې حملې کوي چې پکې د وسله والو پټنځایونه موجود دي.