پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر ټولو زیات ‌‌‌‌‌‌ډيموکراټ دی. عثمان کاکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینيټر عثمان خان کاکړ وايي، ګوند یې د پاکستان تر ټولو سیاسي ګوندونو زیات ډيموکراټ دی او پکې ټولې فیصلې د ګوند د ټولو ذمه وارو پر خوښه کېږي. کاکړ زیاتوي، ګوند یې د ولس په زور حکومت ته رسېدلی دی او د ده په خبره ګوند یې د پاکستانيو استخباراتو پر مټ د هرې څوکۍ پر ګټلو لعنت وايي. عثمان خان کاکړ په دې مرکه کې په پېښور کې د اسلامي جعیت طلبا لخوا د هغه لاريون په هکله هم ځواب وايي، چې پکې يې نوموړی د ثاقبې کاکړې د ځان وژنې ذمه واری بللی او ویلي يې وو، چې دی دې ونیول شي. د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر ورسره تفصیلي مرکه کړې.