د پاکستان حکومت د مارچ میاشت کې د سونګ توکیو [پیټروليم مصنوعاتو] نرخونو تر اتنیمو روپیو ټیټ کړي دي، چې د بېګا شپې [نهې/سېشنبه] له دوولس بجو عملي شوی دی.
د ګل په ورځ له وزيراعظم کوره جاري شوې اعلاميې له مخې د پیټرول نرخ د یو لیټر په سر اته روپۍ اته څلوېښت پیسې (۸.۴۸) او د ډیزلو نرخ څلور روپۍ اوه شپېته پیسې (۴.۶۷) ټیټ شوی دی شو دغه شان د خاورو تېلو یو لیټر نرخ کې د یوې روپۍ شپږ شپېته پیسو (۱.۶۶) د زیاتوالي وړاندیز رد کړل شو.
د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د ټیټوالي په باب ولس وايي چې حکومت خو له تېرې څه مودې راهیسې د تېلو په نرخونو کې تر څلوېښتو (۴۰) روپیو زیات ټیټوالی کړی وو خو له بده مرغه دوی ته يې په عملې توګه هېڅ ګټه ونه رسېدله.
د ولس د دې شکایاتو پحقله مشال راډیو چې کله د خېبر پښتونخوا د خوړو وزیر قلندر خان لودي سره تماس ونیولو نو د نوموړي وینا وه چې دوی به خپله سټراټیجي جوړوي چې په څه ډول د خوراکي شیانو په نرخونو کې نور ټیټوالی وکړي.
د نوموړي په وینا چې زموږ د هر ضلعې خوړو کنټرولولو او د خوړو مرستیال کنټرولوونکیهره ورځ د بازار دوره کوي او د سبزیانو، میوؤ او نور خوراکي شیانو نرخونه ورځ په ورځ ټاکي خو اوس چې د تیلو په نرخونو کې نوره کمي وکړې شوه نو موږ به هم دا کوښښ وي چې انشاءالله هم په دغه مقدار سره د ضرورت د استعمال څیزونو نرخونه راکم کړو،
د ذکر ده چېد ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې د پټرولو د یو لیټر نرخ یو سل اوه روپۍ اوه نوي پیسې (۱۰۷.۹۷) او د ډیزلو نرخ یو سل نهه روپۍ څلوردیرش پیسې (۱۰۹.۳۴) و خو د روان کال په مارچ میاشت کې د پټرولو یو لیټر نرخ دوه شپیته روپۍ اوه اویا پیسو (۶۲.۷۷) او د ډیزلو نرخ یو اویا روپۍ دولس پیسو (۷۱.۱۲) ته رارسیدلې دې،
خوپه نړیوال اسلامي پوهنتون کې د معاشیاتو استاذ ډاکټر معراج الحق وائي چې حکومت له یوه داسې کړن لاره جوړول پکار دي چې د کمي فائده يې نیغ په نیغه اولس ته رسي، دی وايي، کله چې د تېلو نرخ ټیټ شي نو سم ورسره کرایې ټیټېږي او له دې سره د خوراکي او نورو شیانو نرخونه هم ټیټېږي خو له بده مرغه حکومت دې اړخ ته پام نه کوي او کرایې هم هغسې د تېر په څېر لوړې دي.
یاده دې وي چې حکومت د ۲۰۱۴ کال د ستمبر میاشتې نه تر دې دمه د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې یولس (۱۱) ځل کمې وکړو، پنځه (۵) ځل يې نرخونه په خپل ځايي وساتل او درې (۳) ځل يې په نرخونو کې اضافه وکړه.