"افغان سولې بهیر کې د ښځو پر حقوقو به معامله ونشي"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغان حکومت اجراییه رییس وايي، له طالبانو سره به د سولې د خبرو پر مهال د ښځو پرحقونو هېڅ ډول معامله ونه کړي. عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د مارچ اتمې (ښځو نړېوالې ورځې) په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هېڅکله به پر شوېو پرمختګونو معامله ونه کړي.