د قایداعظم پوهنتون زده کوونکي پر احتجاج دي

د پوهنتون زده کووکي ادعا کوي چې د هلکانو هاسټلونو مشر په پوهنتون کې د اسلامي جمعیت طلبه د تنظیم سازۍ لپاره مرسته کوي او غوښتنه یې ده چې دی دې له خپلې دندې هیسته کړل شي. خو نوموړی تورونه ردوي.

د قایداعظم پوهنتون یو شمېر طالبعلمانو له تېرو درېو (۳) ورځو راهیسې پر احتجاج دي او له خپلې انتظامې غوښتنه کوي چې د هلکانو هاسټلونو مشر دې له خپلې چوکۍ هیسته کړل شي. دوی ادعا کوي چې هغه په سیاسي هلو ځلوککړ دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د زده کوونکیو وویل، په پوهنتون کې هېڅ یو سیاسي ګوند د خپل تنظیم جوړولو اجازه نه لري خو زیاتوي چې د تېرې میاشتې په ۲۴ نېټه يې یو طالبعلم نیولی دی چې خپلځان يې د اسلامي جمیعت طلبه غړي معرفي کولو او له هغه یې ځینې مواد په خپله قبضه کې اخستي دي چې ترې جوتېږي، یاد تنظیم په قاید اعظم پوهنتون کې خپلې سیاسي هلې ځلې پیل کړې دي.

په احتجاج کې شامل د پولیټیکل ساینس څانګې یو زده کوونکي میرویس خان وايي، د اسلامي جمیعت طلبه دغه غړي ته د هلکانو هاسټلونو مشر او د معاشیاتو څانکې یو استاد ډاکټر انور شاه مرسته ترلاسه ده او دوی له انتظامیې غوښتنه کوي چې له مرستیال پروفېسره دې د هاسټلونو مشري واخیستل شي.

د ای ار څانګې یو زده کوونکی حضرت زمان وايي، ترهغو چې د پوهنتون انتظامیې يې غوښتنې نه وي منلې نو خپل احتجاج به جاري ساتي.

خو د هلکانو هاسټلونو مشر مرستیال پروفېسر ډاکټر انور شاه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ځینې زده کوونکي د پوهنتون له قوانینو سرغړونه کړې وه او د انتظامیې لخوا د سزا ورکولو ورستو زده کوونکیو د دوی پرضد پروپاګنډه پیل کړه.

د انورشاه په وینا، تر دې دمه يې نه خو چاته په غېر قانوني توګه په هاسټل کې کوټه ورکړې او نه يې په انتظامي کارونو کې غفلت کړی دی او که له زده کوونکیو سره يې پرضد یو څه ثبوتونه وي نو انتظامیې ته دې وسپاري.