د بانو خبرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مېرمن زیتون بانو وايي په کورنۍ کې یې تر دې وړاندې ادب سره تړلي کسان موجود وو او هماغه وه چې ددې هم د کیسو لوستلو او لیکلو ته پام شو. زیتون بانو په دې خوشاله ده چې ورته د پښتو ادب د لومړۍ مېرمنې اعزاز ورکړل شوی دی. نوموړې ته دا جایزه په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو لخوا په جوړه شوې یوه غونډه کې ورکړل شو. مېرمن زیتون بانو ته تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د ( پرایډ اف پرفارمنس) اېوارډ هم ورکړی دی. دا اونۍ په مشال مرکه کې ځلاند یوسفزي د زیتون بانو سره خبرې کړې دي.