روښانه مستقبل: پښتنو ځوانانو د سرو زرو تمغې ګټلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روښانه مستقبل د دې اونۍ خپرونه کې دوه تنه غښتلي ځوانان درپېژنوو چې په خپلو څانګو کې یې د سرو زرو تمغې ګټلې دي. په دوی کې یو یې ډاکټر نقیب الله شېرزاد نومېږي چې د افغانستان د ننګرهار اوسیدونکی دی. او دویم یې ډاکټر دانش حسن، د کرمې ایجنسۍ پاړه چینار دی. دا دواړه ځوانان په دې نظر دي چې د محنت له لارې یو تن نه یوازې ځان اعلی تعلیمي ادارو ته رسولی شي، بلکې ځان تر نورو زیات ځلولی هم شي. د روښانه مستقبل جوړوونکي منورشاه له دغه دواړو ځوانانو سره د هغوی پر لاسته راوړنو خبرې کړې.