د افغانستان په پروان ولايت کې د سېشنبې په ورځ په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لوه څلور کسان وژل شوي دي.
د پروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان ماموزی د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد په سياګرد ولسوالۍ کې وشو چې ۱۹کسان پکې زخميان شوي هم دي.
د هغه په خبره د پېښې قرباني ولسي وګړي دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده منلي.