د خېبر پښتونخوا ګورنر ويلي دي چې د فاټا د اييني او انتظامي حیثیت پرېکړه به د قبايليو په خوښه کېږي.
اقبال ظفر جګړا چې د وزير اعظم لخوا د قبايلي سيمو د انتظامي حیثيت لپارهد ګمارلې کمېټۍ غړی هم دی، د دوشنبې په ورځ د خېبر اېجنسۍ له سياسي او قبايلي مشرانو او د مدني ټولنې له غړو سره تر ملاقات وروسته وکړه.
د وزير اعظم نواز شريف لخوا د سرتاج عزيز په مشرۍ کې جوړي شوي پنځه کسيزه کمېټۍ تر دې وړاندې د باجوړ، مومندو، اورکزو او شمالي وزير ستان دورې هم کړي دي.
خېبر اېجنسۍ ته د سفر پر مهال د یادي سيمې سياسي او ټولنيزو مشرانو هغه مهال يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې د انتظاميې لخوا ورته د اصلاحاتي کمېټۍ له غړيو سره د ملاقات موقع ورنه کړل شوه.