ایران و پاکستان ته د نه لاسوهنې ډاډ ورکړی

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د غونډې مهالې

پاکستان یو وارې بیا ویلې دي ایران ورته باور ورکړې چې خپله خاوره به یو ملک ته هم د پاکستان خلاف د استعمالولو اجازت ورنکړي.

د زیارت په ورځ د پاکستان خارجه چارو دفتر کې اوونیزې خبري غونډې ته د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا په دې سوال چې ایا پاکستان او ایران ترمینځ استخباراتي مالوماتو شریکولو لپاره یو څه میکنزم شته نو د نوموړي وینا وه چې د رابطې ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو ترمینځ یو اعلا سطحي کمیشن موجود دی.

'د دواړو ملکونو ترمېنځ په داخله سیکرټریانو مشتتمله یوه خصوصي د سیکیورټي کميټي شته. له دې علاوه یو اعلې سطحې سرحدي کمیشن او مشترکه کمیشن هم شته او د دړاو ملکونو عسکري او امنیتي چارواکي په باقاعده توګه تبادله او کمک هم کوي. زه به دې سوال په جواب کې دا هم ووایم چې د پاکستان د سفر په موقع د ایران ولسمشر ویلي وو چې د پاکستان امنیت د ایران او د ایران د پاکستان دې. ایران موږ ته باور راکړې دې چې په خپله زمکه به یو ملک ته هم د پاکستان خلاف د کاروایانو اجازت ورنکړي.'

یاده دې وي چې د ایران د ولسمشر د دورې په موقع د هند د استخباراتي ادراې د را یو افسر د بلوچستان نه نیول شوې وو.

د خارجه چارو دفتر ویاند نفیس زکریا وینا وه چې کولبوشن یادیو نومې د هندي جاسوس د ایران د ولسشمر پاکستان ته د دورې په موقع نیول د مخکې نه د یو منصوبه بندې برخه نه وه بلکه یو اتفاق وو.

د ایرانی ولسمشر دورې په اړه د نوموړي وېنا وه چې د ډاکټر حسن روحانی دوره کامیابه دوره وه.

د ایران سرکاري خبري ایجنسې خبریال م رضا مشال راډیو ته ووېل چې د هندي جاسوس د نیولو په اړه د پاکستاني ميډیا رپورټونو له وجې د ایرن او پاکستانتعلقاتو ته نقصان نشې رسیدې ځکه چې د دواړو ملکونو د چارواکو لخوا ښه بیانونه راروان دي.

د ده په وېنا ایران طمع لرله که پاکستان څه دعوا لرله نو هغه د میډیا د لارې وتل نه وو پکار.

،، که تاسو ته یاد شي یو څو ورځې مخکې د پاکستان داخله چارو وزیر چودري نثار علي خان د یو پرېس کانفرنس په موقع هغه په دې زور ورکړې وو چې پاکستاني میډیا له داسي لیکل یا رپورټ کول نه دې پکار چې هغه تعلقات خراب کړې او هغه دا پاکستاني ميډیا ته مشوره ورکړې وه چې پاکستان او ایران ترمېنځه د ورولو د تعلقاتو دې خیال وساتي. زما په خیال پاکستاني میډیا د حقایقو په اړه د مالوماتو نه مخې د قیاس نه کار اخلي،،

یاده دې وي چې د پاکستان یو شخصی ټیلی ویژن سره په مرکه کې په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنر دوست ویلې وو چې د ښه امنیتي رابطو باوجود ولې خبر میډیا کې ولې خپور شو؟

ده ویلې وو چې دې لړ کې ایران تحفظات لري او دا یې پاکستان ته وړاندې کړې دي.