بلوڅ خبریالان ولې په نښه دي؟

په بلوچستان کې بیا بیا خبریالان په نښه کېږي

د بلوچستان په دالبندين سیمه کې کارکونکې یو خبریال علي رضا رند وايي چې د سږکال له فېبرورۍ مياشتې د یادي صوبي کورنیو وزارت یې نوم په هغه فهرست کې اچولی دی چې له وسله والو ډلو سره تعلق لري او یا يې ملاتړ کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې علي رضا وویل چې اوس هره ورځ د خپلې سیمي تاڼې ته ورځي او خپله حاضري لګوي. خو نوموړی د کومو تورونو له مخې په دغه فهرست کې اچول شوی دی؟

”تر دا مهاله چارواکو راته هيڅ وجه نه ده ښودله، او زه په خپله هم نه يم خبر چې د دې څه سبب کېدلی شي. خو ماته داسې برېښي چې زما د خبریاليتوب دندې له وجې مې نوم په دغه فهرست کې اچول شوی دي. خو چارواکو راته دا ويلي دي چې د يو قانون له مخې که د چارواکو پر یو چا شک وي چې له یوې وسله والې ډلې سره تعلق لري او یا ورسره همکاري کوي نو دغه فهرست کې يې نوم اچول کېږي. زه له هېڅ یوې سیاسي او وسله والې ډلې سره تعلق نه لرم. زه خو يوازې صحافت کوم.”

بلوچستان صوبه چې له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بلوڅ بېلتونپالیو او پاکستانیو امینتي سرتېرو ترمنځ د نښتو یو تود سنګر اوسېدلی او له کبله یې یوشمېر خبریالانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبریالان ولې؟

د کوټي پرېس کلب مشر خبریال شهزاده ذولفقار وايي، چارواکې په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلا بېلو طریقو خبر یالان مجبوروي چې په خلاص مټ خپله دنده تر سره نه کړي. د ده په خبره دا مهال په عمومي توګه په ټول پاکستان او په خاصه په بلوچستان کې صحافت کول ګران کار دي.

”په تېرو څو کلونو کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې تر ۲۴ زیات خبریالان په نښه شوي دي، دغه ټول بلو څان ول. دوی تنګول کېږی او اوس یې دا دی نومونه له ترهګرو سره د همکارۍ کولو په فهرست کې اچول کېږي. “

د پاکستان خبر یالانو مرکزي اتحاديې يو مشر افضل بټ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ټولنې یې د وفاقي او صوبايي حکومت له چارواکو سره دا مسله څېړلې ده:

نوموړی زیاتوي:”په دې لړ کې مو د بلوچستان کورنیو چارو وزير سرفراز بګتي سره هم خبرې شوې دي او هغه موږ ته باور راکړی دی چې ډېر ژر به د علي رضا رند او فاروق لانګو نومونه به فهرسته واېستل شي. “

افضل بټ زیاتوي چې د دوه زره يوم کال راهيسې په پاکستان کې خبریالان له سختو ستونزو سره مخامخ دي او تر دا مهاله په لسګونو خبریالان د مالومه او نامالومه وسله والو ډلو لخوا وژل شوي دي او هېڅوک د هغوی د وژلو په تور نه دی سزا شوی.