"د ميرانشاه بازار په خالی ميدان اوښتی دی"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

حکومت وايي ، په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو په نتيجه کې د ميرانشاه او میرعلي وران شوي بازارونه به له نوې نقشې سره سم جوړوي. خو د شمالي وزيرستان يو خبريال صفدر داوړ چې شاوخوا اووه کاله وروسته د جمعې په ورځ ميرانشاه ته تللی وو ، وايي چې يوازي يې يو مارکيټ جوړ وليد. عبدالحي کاکړ له صفدر داوړ سره مرکه کړې ده او په سر کې يې ځېنې پوښتلي چې د پخوا او اوس په ميرانشاه بازار کې يې څه فرق و ليد؟