پاکستان کې د ماشوم زېږولو پرمهال ډېرۍ مېرمنې مري

فایل فوټو

پاکستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شمارل کیږي چېرته چې د مور او بچې صحت تر ټولو زیاتې مسئلې لري.

د ماشومانو لپاره کارکونکې نړیوالې ادارې سیو دې چلډرن د یوې سروې ترمخه پاکستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چېرته چې د ماشوم په پیدا کیدو کې ډېرۍ میندې مړې کیږي ، او په دغه هیواد کې د پنځو کالو نه کم د ماشومانو د مړینې شرح هم زیاته ده.

په اسلام اباد کې د سیو د چلډرن یو کارکونکی ارشد خان وایي د مور او بچې د صحت په اړه پاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې یوازې د افغانستان نه مخکې دی:

« د نړۍ په ۱۷۸ هیوادونو کې پاکستان په ۱۴۷ نمبر دی، او د ۲۰۱۵ م کال لپاره پاکستان په جنوبي ایشیا کې د وروسته پاتې هیوادونو په سر کې و. په بلوچستان کې د ماشوم د زیږیدو پر وخت زیاتې میندې مړې کیږي. په پاکستان کې د سرکاري سروې تر مخه د زوکړې په سلو زرو پېښو کې کې ۲۶۰ میاندې مړې کیږي. بلخوا په بلوچستان کې دا شمېره په سلو زرو کې۷۸۵ ده. »

د سیو دی چلډرن د راپور له مخې په جنوبي ایشیا کې سري لنکا هغه هیواد دی چې د مور او بچې د صحت په لړ کې یي مهم پرمختګ کړی ، او د مور او بچې د مړینې شرح یي کمه ده.

په بلوچستان کې د ډاکټرانو د کمي او د خلکو د نه پاملرنې له وجې ډیرۍ مېرمنې د ماشوم زېږولو پر مهال مري.
ډاکټره شهلا مندوخېل

په پاکستان کې بیا بلوچستان هغه صوبه ده چې د مور او بچې د صحت په حواله زیاته حساسه ګڼل کیږي. د بلوچستان د ښځو یوه ډاکټر شهلا مندوخیل وایي په سیمه کې د ډاکټرانو کمی دی، او بیاخلک دا مسئله دومره مهمه نه ګڼي نو ځکه زیاتې میندې د ماشوم په زیږون کې له ډېرو سختو تیریږي او یا خپل ژوند وبایلي.

فنلینډ، ناروی او سویډن د یوې مور لپاره په نړۍ کې تر ټولو غوره هیوادونه دي
سیو دې چلډرن اداره

سیو دې چلډرن دا هم وایي چې د قبایلي سیمو په ګډون په یو شمېر سیمو کې ښځې د صحت بنیادي سهولتونه نه لري، او اکثره د دغې له وجې هم د ماشوم په پیدایش کې له سختو تیریږي چې هم د ماشوم او مور د دواړو صحت ته نقصان رسوي. د سیو دي چلډرن د سروی ترمخه فنلینډ، ناروی او سویډن د یوې مور لپاره په نړۍ کې تر ټولو غوره هیوادونه دي.