نن نهې ورځ د پاکستان قومي اسمبلې غونډې ته د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر ویناوه چې وزیراعظم نواز شریف به د راتلونکې جمعې په ورځ پر هغه د راپورته کړل شویو پوښتنو ځوابونه ووايي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر پروېز رشید قومي اسمبلۍ ته وویل چې وزیراعظم پارلېمانته له راتلوډډه نه کوي بلکې تر زیاته زیات وخت په پارلېمانکې تېرول غواړي.
،،د ګل ورځ چې کله د پارلېمان غونډه شروع شوه نو موږ ته دا مالومه شوه چې مخالفې ډلې اوس د عدالتي کمېشن خبرې کمې کوي او د وزیراعظم پارلېمان ته د راتګ او خپله مقدمه وړاندې کولو کې زیاته دلچسپي لري. نن د مخکې نه د وزیراعظم د قومي سلامتیا له ادارو سره یو ملاقات ټاکل شوی و او سبا به تاجکستان ته ځي نو وزیراعظم به پارلېمان ته د جمعې په ورځ راځي او د مخالفې ډلې د مشر او د پارلېماني غړیو د خواهشاتو احترام به کوي،،
بلخوا نن د پارلېمان له غونډې تر بایکاټ ورسته له مطبوعاتو سره په خبرو کې د اپوزیشن مشر سید خورشید شاه ووېل چې د ټولو مسلو هواری په پارلېمان کې دی.
ده وویل چې کله وزیراعظم پارلېمان ته راشي نو په هغه ورځ به اپوزیشن هم پارلېمان ته ولاړ شي.
،،زه ګڼم چې په کوم ملک کې پارلېمان وي، او په هغه کې د ولس استازي نه وي، د هغې مشر نه وي نو د هغه پارلېمان کاروایي به څه کاروایي وي. د پارلېمان کاروایي به هله کېږي چېاستازي یې شته وي، یو اړخیزه کاروایې پکې نه وي، دوی دې یو اړخیز کاروایي کوي موږ ته په دې هېڅ اعتراض نه شته،،
یاده دې وي چې د ګل ورځ د قومي اسمبلۍ له غونډې تر بایکاټ وروسته د سید خورشید شاه په مشرۍ د مخالفو ګوندونو مشوراتي غونډه وشوه.
په غونډه کې د مخالفو ډلو لخوا جوړ کړل شوي عدالتي کمېشن لپاره د ټاکلي کار چوکاټ باندې خبرې اترې شوې وې.
په دې غونډې کې فیصله وشوه چې وزیراعظم دې پارلېمان ته راشي او د پاناما اسنادو په معامله دې خبره وکړې ځکه چې وزیراعظم ویلي و، پارلېمانشته نو بهر د خبرو کولو څه ضرورت دی.
تر دې مخکې پارلېمان ته په خپله وینا کې سید خورشید شاه وویل،تر څو چې وزیراعظم نواز شریف پارلېمان ته نه راځي نو اپوزیشن ډلې به هم نه ورځي.
ده وویل چې مخالفه ډلې غواړي د پاناما لیکس مسله هواره شي.
د دې ترڅنګ د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلې غړي شاه محمود قرېشی ویناوه چې پاناما لیکس قومي نه بلکې یو نړیواله معامله ده، وزیراعظم دې پارلېمان ته راشي او پر ځان د لګول شویو تورونو ځواب دې ورکړې.
د قرېشي وینا وه، د عدالتي کمېشن لپاره پر ټاکلي کار چوکاټ په پارلېمانکې خبرې کول پکار دي.
ده دا هم ویلي ول چې وزیراعظم باید پارلېمان ته راشي او چې دی نه راځي نو دا پارلېمان اوقوم به نه مطمینېږي.