اسلام اباد: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو د کېدو پخلی کړی دی خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال مشال راډیو ته وویل ، دی به په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي.
حضرت عمر زاخیلوال وویل ، طالبان د سولې پر ځای جګړې ته فوقیت ورکوي.
په څلور اړخیزه غونډه کې برخه اخیستونکي هیوادونه چین ، پاکستان ، امریکا او افغانستان د روان کال له پیله هڅه کوي چې د طالبانو استازي د سولې خبرو ته حاظر کړي.
د دې څلور اړخیزو خبرو اترو څلورم غونډه د روان کال په فروري میاشت کې په کابل کې شوې وه او ویل شوي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې نیغ په نیغه خبرې ژر پیل شي.
دا پروسه له هغه وروسته د ځنډ ښکار شوه چې وسله والو طالبانو د پسرلي عملیات پیل کړل او د کابل په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې یې خونړي بریدونه وکړل.
افغان ولسمشر اشرف غني تر هغو بریدونو وروسته پارلمان ته وویل ، دوی نور له پاکستانه دا هیله نه لري چې وسله وال طالبان دې خبرو اترو ته حاظر کړي.
افغان حکومت له هغه وروسته دا اعلان هم وکړ چې د پاکستان پر ضد به خپله دوسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کوي.
افغانستان وايي ، پاکستان دې پر هلته مېشتو طالب مشرانو فشار واچوي چې خبرو ته حاظر شي او که چېري نه حاظریږي نو د هغوی پر ضد دې ګامونه پورته کړي.
پاکستاني چارواکي وايي ، دوی پر طالبانو تر یو څه حده اغېز لري او د هغه له لارې هڅه کوي چې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني.
په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا کار سرتاج عزیز د افغان ولسمشر تر څرګندونو وروسته ویلي وو چې دوی افغان طالبان پر دې نشي مجبوره کولای چې له افغان حکومت سره دې خبرې وکړي.