د درپه خېلو داوړ قومي مشرانو د شنبې يا خالي په ورځ پېښور پريس کلب کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونه د ايف، سي، آر قانون د اجتماعي زمه وارئلاندې د دوی کورونه ورانول غواړي.
د رپورټونو تر مخه امنيتي ځواکونو په ډنډې درپه خېل سيمه کې د پټو وسله والو راويستل غواړي. د قومي مشرانو په خبره امنيتي ځواکونه وايي چې يا دې وسله وال ورکړي او يا دې هم د کورونو ړنګېدو ته تيار شي.
زموږ خلک د عملياتو او جګړو له وجې هسې هم ډېر ځپل شوي دي. اوس یې چې کورونه وران شي نو دوی به څه کوي؟ چيرته به ځي؟
خو د داوړو قومي مشران وايي چې دوی غريب او جګړو ځپلي خلک دي نو څنګه وسله وال ونيسي. يو ملک حبيب الله درپه خېل نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی د هر ترهګر مخالف دي خو وس يې نه رسي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د يو مجرم او ترهګر دفاع نه کوو خو د يو کس لپاره د دې ځای خوا او شا دولس سوه کورونه ورانول قبايلو سره ظلم دی.))
قومي مشرانو وويل چې د ميرامشا بازار نهه زره دکانونه هم له همدې کبله وران کړل شوي وو نو پکار ده چې دغه کار په نورو ځايونو کې تکرار نه شي.
د ډنډې درپه خېل يو بل قومي مشر، حاجي اشرف مشال ريډيو ته وويل چې دوی تل د حکومت سره مرسته کړې نو اوس بايد د دوی د کورونو ورانولو پر ځای د ځايي خلکو سره په بيا بحالۍ کې مرسته وشي.
ياده دي وي چې د سلو کلونو څخه ډېر زوړ قانون، ايف، سي، آر تر مخه که يو کس جرم وکړي نو حکومت کولی شي د هغه په بدل کې د نوموړي ټول قام يا کلي ته سزا ورکولی شي.
پېښور کې د خبري غونډې پر مهال د درپه خېلو يو بل قومي مشر، ملک اشرف الله له حکومته غوښتنه وکړه چې ايف، سي، آر قانون دې ختم کړي ځکه چې په خبره يې دا د بنيادي انساني حقونو خلاف دی.
نوموړي وويل: ((زموږ خلک د عملياتو او جګړو له وجې هسې هم ډېر ځپل شوي دي. اوس یې چې کورونه وران شي نو دوی به څه کوي؟ چيرته به ځي؟))