امریکا دوې پاکستانۍ ډلې د نړیوالو ترهګرو په لسټ کې واچولې

فایل فوټو

پېښور: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوې پاکستانۍ وسله والې ډلې د ترهګرۍ په نړیوال لیسټ کې شاملې کړي او پر هغوی یې بندیز لګولی دی.

په دې کې یوه د طارق ګیدړ او بله د جماعت الدعوه القران ډله ده کومې چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې فعالې دي.

امریکا تردې وړاندې هم یو شمیر پاکستانۍ ډلې په دې نوملړ – لسټ – کې شاملې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طارق ګیدړ ډله له دره ادمخېله فعالت کوي.

د خبرپاڼې په لیکنه ، دې ډلېپه ۲۰۱۴ م کال کې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید او همدارنګه تېرکال په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د حملې ترشا لاس درلودلو.

یادې ډلې تر هغه وړاندې په ۲۰۱۰م کال یو برتانوی خبریال تښتولی وو او په ۲۰۰۸م کال کې یې د پولېنډ یو مځکپوه وژلی وو.

خبر پاڼه د جماعت الدعوه القران ډلې په اړه زیاتوي چي په پیښور کي ميشته دغه ډله د افغانستان په ننګرهار ولايت کي هم فعالیتونه کوي او د القاعده ، افغان طالبانواو لښکر طيبه ډلو سره یې کلکي اړيکي دي او د بهرنیو وګړو د تښتولو ترشا یې هم لاس درلودلو.

یادې ډلې په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان په کونړ ولایت کې د خیرښېګړې ادارې یو کارکوونکی وژلی وو.

د دې بندیزونو له کبله به اوس د دې ډلو اساسې کنګل شي او هېڅ یوه امریکايي اداره یا تن به ورسره د راکړې ورکړې اجازه نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې لیکلي چې پر وسله والو ډلو د بندیزونو هدف دا دی چې دا ډلې په نړۍ کې یوازې کړل شي.

د دفاعي چارو کارپوه سعد محمد خان وايي د بندیز له وجې په وسله والو ډلو نفسیاتي فشار غورځیږي او دوی په نړیواله توګه ترهګر پېژندل کېږي.

خو د سعد محمد خان په وینا ، د دې بندیزونو له کبله د دې ډلووسله وال فعالیتونه نه ټکڼي کېږي.

نوموړی زیاتوي چې دواړه ډلې اوس له پاکستانه بهر په افغانستان کې فعالیت کوي نو ښايي پر پاکستان به د دې بندیزونو له کبله فشارونه پرېځوي.