اوباما: داسې نه ښکاري چې طالبان به ژر خبرو اترو ته کښېني

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې په نژدې وخت کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني.

ولسمشر اوباما دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په جاپان کې د اوو قوي اقتصاد لرونکو هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې کړې دي.

ولسمشر اوباما وویل

«اوس مهال موږ داسې وړاند وینه کولای شو چې وسله وال طالبان به خپلې د تشدد تګلارې ته دوام ورکړي چې عام خلک ووژني. هغه تګلاره کومه چې په تېرو پنځلسو ، شلو کالو کې د دوی کړنې په ډاګه کوي».

ولسمشر اوباما وویل، دی هیله لري خو اټکل نه کوي چې طالبان به په دې پوه شي چې دوی نور پر دې هېواد واک نشي ترلاسه کولای او هغه څه چې دوی یې باید وکړي دا دي چې په جدي توګه د روغې جوړې خبرو ته کښېني.