بلال وايي، د ملاکنډ غرونو ته ځي او هلته رباب غږوي

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د ملاکنډ ځوان هنرمند بلال خان بلال مېلمه کړی. نوموړی د ملاکنډ د تاڼې اوسېدونکی دی او له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې رباب غږوي.

بلال وايي، له وړوکتوبه یې له موسیقۍ سره شوق وو خو په پیل کې یې پلار موسیقۍ ته نه پرېښود.

د ده په خبره، چې پلار یې پوه شو چې سبق هم وايي او زده کړو ته دوام ورکوي نو بیا یې ورته اجازه ورکړه.

بلال دا مهال ټولنپوهنه (سوشیولوژي) لولي. دی اکثر د ملاکنډ په شنو سیمو، د غرونو په لمنو کې ناست وي او رباب غږوي. له ده سره خبرې او د ده د رباب نغمې لاندې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بلال خان بلال، رباب او د ملاکنډ غرونه