پاکستان: په کلنۍ بودیجه کې تر پرمختیايي کارونو دفاع ته زیاتې پېسې اېښودل شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اسلام اباد: د پاکستان د خزانې وزيراسحاق ډار د جمعې په مازيګز د دې هېواد د۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د ۴۳ کربه او ۹۴ اربه روپۍ بجټ وړاندي کړ. په بجټ کې د پرمختيايي کارونو لپاره ۸۰۰ او د دفاع لپاره ۸۶۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي. د پخوانیو – ريټايرډ – وفاقي ملازمينو په پنشن کې لس فيصده زياتوالی شوی دی. د بجټ وړاندې کولو پر وخت اسحاق ډار وويل، د قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره هم پيسې بېلې کړل شوې دي. اسحاق ډار وویل ، د پوځي عملياتو له وجې په عارضي توګه بې کوره کړل شوي کسان د هېواد په بيلا بيلو برخو کې ژوند کوي. دی وویل ، د دوی د ستنولو عمل روان دی او د جاري ساتلو، د دوی امنيت او پرمختيايي کارونو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ اېښودل شوي دي. اسحاق ډار زیاته کړه چې کروندګرو ته به د قدرتي شرې لپاره د ۱۱ اربه روپيو رعايت ورکول کيږي او هم داسې د زرعي پورونو په ورکولو کې هم ۱۰۰اربه روپۍ زياتوالی شوی دی. په دې اړه تفصیل د سراج ظهیر په رپوټ کې واورئ