په دوبۍ کې د مساپرو شاعرانو ژوند او کار ته کتنه

د مشال راډیويي مجله

د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په دوبۍ کې د ادبي هلو ځلو په اړه مو هلته مېشت د یو افغان لیکوال او شاعر اسلام ګل شېرزاد سره خبرې کړې دي.

په یو راپور کې اورئ چې یونیسکو وايي د افغانستان لرغوني اثار، قاچاق او د پاملرنې نیشتوالي اغېزمن کړي دي.

په مومندو کې د ځوانو مشاعرې ته مو هم له ځانه سره بیایو. په دې مشاعره کې د ځايي شاعرانو ترڅنګ د پېښور، مردان او چارصدې شاعرانو هم ګډون کړی و.

د پښتو فلمونو د سندرو په اړه مو هم یو مطلب درته چمتو کړی دی. وابه ورئ چې کارپوهان د پښتو فلمونو په ناکامۍ کې د مبتذلې موسیقۍ ونډه څنګه ارزوي.

په کابل کې د موسیقۍ ځینې استاذان د کلاسیکې موسیقۍ پالنې ته دوام ورکوي، له دوی اورو چې بازار یې سوړ شوی خو د دوی جذبې لا هم تاندې دي. د مشال راډیويي مجله نجیب عامر جوړوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه دلته واورئ