د افغانستان دفاع وزارت وايي په دا وروستیو کې یې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه شنډ کړي دي او هغوی ته یې ډېره مرګژوبله اړولې ده.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ د حکومت د ویاندویانو په غونډه کې وویل چې افغان پوځیانو د ارزګان په چارچینو او د ننګرهار په اچین ولسوالیو او په پکتیکا، کندهار او هلمند ولایتونو کې عملیاتونه کړي چې ډېرې ښې نتیجې یې ورکړي دي.
((موږ اوس شل عملیاتونه لرو په څوارلسو ولایتونو کې. د دې تر څنګ د کمنډو قطعاتو له خوا هم ۱۵ عملیاتونه په ټول افغانستان کې پرمخ وړل کیږي.))
وزیري وویل چې وسله والو مخالفینو ته په بېلابېلو سیمو کې مرګژوبله اوښتې ده او یواځې د هغوی د نیولو کسانو شمېر ۱۴ ته رسیږي.
جنرال وزیري همداراز ټينګار وکړ چې د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي عملیات هم ښه روان دي چې وسله والو مخالفینو ته ډېره مرګژوبله پکې اوښتې ده.