تورخم دروازه خلاصه شوه خو د دروازې لانجه لا هم شته

په داسې حال کې چې په تورخم د ډزبندۍ نه وروسته دا لار د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده، د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلي دي او په تور خم د دروازې د جوړولو یا نه جوړولو معامله لا هواره شوې نه ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال مشال ريډيو سره د خبرو په وخت ویلي چې په تورخم د دروازې جوړولو معامله د جګړې اصلي دلیل دی. نوموړي زیاته کړه: ((موږ ته پاکستان د دروازې جوړولو په اړه څه نه وو ويلي.))

بل خوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه تیره ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې د وینا په وخت وویل چې پاکستان په تورخم دروازه جوړول خپل حق ګڼي.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپله خاوره کې دروازه جوړوو.))

خو زاخېلوال ويلي چې د دواړو هيوادونو تر منځ دشوو پريکړه ليکونو تر مخه که هره غاړه پر ډيورنډ کرښه تعميراتي کار کوي نو د هغې په اړه به اول دواړه خواوې سلا کيږي.

د پاکستاني او افغان سرحدي پوليسو تر منځ په دې وروستيوو نښتو کې د پاکستاني پوځي يو ميجر او د افغان پوليسو دري کسان وژل شوي وو.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د زیارت په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې دوی که څه هم د تورخم په دروازه د راپورته شوي جنجال په اړه اندېښنه لري خو د افغانستان او پاکستان تر مینځ منځګړتوب نه کوي. هغه په کابل او اسلام اباد غږ کړی چې دروزاه دې پرانيستې وي او دا مسله دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د همدغه کار د ترسره کولو لپاره، تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د قامي امنيت سلاکار او د بهرنیوچارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې نيزدي راتلونکې کې به د ياد وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته ورشي.

د سیاسي چارو پوه او څیړونکی ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو تر مینځ یوه حساسه معامله دهاو ددې هوارول صبر او زغم ته اړتیا لري.

نوموړي ز یاته کړه: ((لکه څرنګه چې پاکستان کې د کشمېر مسله د يو حکمران لپاره د مرګ پيغام وي، د ډيورنډ کرښه هم د افغان سياستوالو لپاره همداسې ده. دا د افغانانو لپاره د خودمختارۍ مسله ده.))

افغانان د ډيورنډ کرښه نه مني. دوی وايي د انګريزانو سره شوی تړون د سلو کالو لپاره وو چې وخت يې لا ډير وختي ختم شوی خو پاکستان وايي دا نړيوال سرحد دی.