د پاناما اسنادو پلټنو لپاره جوړه پارليماني کميټۍ په اتم ځل هم د ځنډ ښکار شوې ده. د پارليمانې کميټۍ مخالف ګندونه وايي چې حکومت په دې پلټنو کې د مشرقي پاکستان پېښه او په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژنې معاملات هم شاملول غواړي چې موږ ته په هېڅ ډول منظوره نه ده.
د پير په ورځ د سېنېټر اعتزاز احسن په مشرۍ کې د پارليماني کمېټۍ مخالفه ګوندونو غونډه په اسلام آباد کې وشوه.
تر غونډې پس له مطبوعاتو سره په خبرو کې سېنېټر اعتزاز احسن وويل چې د حکومت لخوا په پلټنو کې داسې قسمه واقعات شاملول د پاناما اسنادو له اصل پلټنو د خلکو پام بلخوا ګرځول دي.
اعتزاز احسن زياته کړه چې د پارليماني کميټۍ مخالفه ګوندونو دا موقف وو چې په پانامه اسنادو کې د چا نومونه راغلي دي د هغوی خلاف دې د کاروايي لپاره قانونسازي وکړل شي، خو د هغې پيل دې د وزير اعظم نواز شريف له کورنۍ وشي.
"حکومت وايي، يوه داسې کميټۍ دې جوړه کړل شي یو داسې کيمشن او داسېيو قانون دې جوړ کړل شي چې د حکومت مطابق په هغه کې د اېبټ آباد اسامه بن لادن پيښه او د حمود الرحمان کميشن پلټنې هم وکړل شي. او داسې نورې پلټنې دې پکې شاملې کړل شي، نو مطلب يې دا دی چې هډو یو هېڅ فيصله دې و نه کړل شي. خو زموږ دريځ دا دی چې پاناما اسنادو په زريعه د يو مخصوص جرم کولو انکشاف شوی دی، دا یو مالیاتي جرم دی چې له لارې یې د پاکستان سرمايه په خفيه طريقو هغه ملکونو او ځايونو ته لېږل شوېچې پټه کړل شوې ده، له دې سره د پاکستان معیشت ته په غټه توګه نقصان رسېدلي دی".
بل خوا حکومت لخوا د پارليماني کميټې غړې او د ريلوې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق مطبوعاتو سره په خبرو کي وويل چې حکومت ضابطه کار جوړولو ته تيار دی خو تر دباو لاندې غيرانساني قوانين جوړولو ته نه.
سعد رفيق زياته کړه چې حکومت د ۱۹۵۶ انکوایري اېکټ کې ترميمولو ته هم غاړه ږدي خو اپوزيشن ګوندونو ته هم د سنجيدګي مظاهره کول پکار ده.
"د دوی ضابطه کار له نواز شريفه شروع کېږي او په نواز شريف ختمېږي،دوی په ضابطه کار کې (پي ايم) مخې ته د نواز شريف نوم ليکلی دی. نو زموږ له دوی نه تپوس دا دی چې تر نواز شريف وړاندې بل څوک د پاکستان وزير اعظم نه دی پاته شوی؟ يا تر هغه وروسته به بل څوک نه وي؟ اپوزيشن دې د عوام ستړي کولو کوشش نه کوي پاکستان د ترقۍ په لار روان دی، داسې يو کس هم په پاکستان کې نشته، چې د کرپشن خلاف تحقيقات کول نه غواړي، خو اپوزيشن دې د خپل ضابطه کار په لړ کې په دې جمهوري دور کې پر موږ غېرانساني قانون جوړولو کوشش نه کوي. په خاصه توګه د جمهوريت لپاره د اعتزاز احسن کوششونه د ستاینې وړ دي نو موږ اوس هم هيله لرو چې هغه به د عمران خان او شيخ رشيد نه بلکې د پيپلز پارټۍ او جمهوري نظام ترجماني وکړي."
د پاناما اسنادو پلټنو لپاره دا دوولس کسیزه کميټۍ په 17 مې جوړه کړل شوې وه خو تر اتو غونډو پس هم دا کميټۍ د تحقيقاتو لپاره په متفقه توګه په ضابطه کار جوړولو کې کاميابه شوې نه ده.