'په زوره مذهب اړول غیر اسلامي دی'

د پاکستان سېنېټ کې د مذهبي چارو قائمه کميټېد اقليتي جونو په زوره د اسلام طرف ته رابلل او د دې مزهب بدلول غېر اسلامي او غير آئيني ګرځولې دې۔ کميټې ويلي دې چې په زبردستې مذهب بدلولو په لړ کې دې وفاقي او صوبائي حکومتونه موثره قانونسازي وکړې۔

د سينيټ مذهبي چارو کميټې غونډه د سينيټر حافظ حمدالله په مشرې کې په اسلام اباد کې وشوه.

په غونډه کې حافظ حمدالله په زور د مذهب بدلول په سوال کې وويل چې د اقلیتيجينکو په زوره مذهب بدلول او بيا ئي اسلام طرف ته راوستل د اسلامي تعليماتو سره سره د ملکې آئين هم خلاف دي۔

هغه وويل چې په ملک کې جينکې کله مذهب کله غيرت او کله په نورو طريقو د زياتې نښه جوړولې کيږي کومه چې غير انساني فعل دې او د ملک د بدنامې وجه جوړېږې۔

"آئيني تقاضا دا ده چې ته به د هر مذهب احترام کوې۔د چا مذهب په زوره بدلول نه خو قانون اجازت ورکوې او نه آئين۔او که چرې فرض کړې قانون نه وي او نه آئين وي نو پکار ده چې هغه سياسي ګوندونه کوم چي په پارليمينټ کې برخه لرې هغه بايد په دا لړ کې قانون سازي وکړي"

د سينيټ د بيان په اړه د پاکستان هندو کونسل مشر رميش کمار واکواني وائي چې داسي قسمه بيانونه صرف د بيانونو تر حده پاتې شي۔ خو لا تر اوسه پورې ملک کي څه مضبوطه قانون سازي نه ده شوې۔

رميش کمار زياته وې چې په ملک کې 99 فيصده غير مسلمه جينکې په مختلفه طريقو په زور زبردستي مذهب ته اړولې کيږې،چې ټولو نه زياته شميره ئې په سند صوبه کې ده، او دا شميره اوس هر کال سلو پورې رسي۔

"ما په اسلامي نظرياتي کونسل کي هم دا آواز پورته کړي وو چې د مذهب بدلولو لپاره څه قانون پکار دې چې په څه کې مذهب بدلونکو ته شپږ مياشتې وخت ورکړي شې او هغې په دې شپږ مياشتو کې د قرآن شريف لوستنه او کتنه وکړې نو هله دې یو تن ته د مذهب بدلولو اجازت ورکړې شې۔دا سي په زوره د جينکو تښتول او بيا هغي سره واده کول او مذهب ته اړول زبردستي ده۔ بايد دي لپاره دېد مذهب بدلولو يو څه قانون جوړ کړې شي"

خو بل خوا د مذهبي چارو کار پوه قبله آياز مشال ريډيو ته وويل چې اسلام د مينې محبت او مذهبې آزادۍ مذهب دې او په قرآن و سنت کې هم په زوره د چا مذهب بدلولو اجازت نشته۔

"په قرآن کې هم دا ده چې (لا اکراه في الدين) يعني په جبر باندې دين نه راځي او نه په جبر مذهب ته څوک راړولې شي۔نو د قرآن پاک په دې اړه دا آيت ډير ښکاره دې۔زموږ اسلامي تعليمات،قرآن پاک او د اخرنې پېغمبر تعليمات چرته هم په زبردستې د مذهب بدلولو اجازت نه ورکوي ۔ رسول اکرم هم ميثاق مدينه کړې وه چې د يهوديانو سره وه او هغوي ته ئي دا ويلي وو چې مذهبې آزادې به وې تاسو به په خپل مذهب برقرار ئي او مونږ به په خپل۔۔په يوبل به جبر نه وي۔او که چرې په اسلامي تاريخ چا څوک په زبردستې مسلمان کړې دې نو دا د هغي يو انفرادي فعل خو دې خو ولي دې سره د دين څه کار نشته "

ياده دې وې چې د جون په 16 نيټه د خيبر پښتونخوا په چترال ضلع کې د يوې کيلاشې جينۍ په مذهب بدلوو شخړه مخې ته راغلې وه.