ښايي پاکستاني او افغان چارواکو په تاشقند کې سره وویني

پاکستان وايي چې د تېر ګل په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د پولې سمبالولو لپاره دواړو ملکونو د یومیکانیزم جوړولو فېصله کړې ده.

د زیارت په ورځ د پاکستان خارجه چارو دفتر کې اونیزې خبري غونډې ته د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا وینا وه امکان دی چې په تاشقند کې د شنګهای تعاون تنظیم غونډې په موقع د پاکستان او افغانستان چارواکو ملاقات هم وشي.

؛دا یوه فېصله شوې وه چې د پولې انتظام لپاره به یو مېکانیزم جوړول کېږي او د دې فورم لاندې به دواړه اړخونه له یو بل سره اړېکي نیسي خو په دې مېکانېزم لا هم کار کول پاته دی. یو بل امکان دا دې چې د شنګهای تعاون تنظیم په موقع د دواړو ملکونو د چارواکو ملاقات وشي نو دا د رابطو یو عمل دی چې شروع شو. او تر څو چې د پاکستان موقف دی نو هغه واضحه دی چې دا زموږ ځمکه ده او موږ ته مالومه ده چې دا موږ ولې کوو ځکه چې د پولې سمبالول په بنیادي توګه زموږ د ترهګرۍ مخنیوي لپاره کوششونو په لړ کې یوه مهمه برخه ده،،

نفیس زکریا په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پولې سمبالولو په اړه نه صرف پاکستان او افغانستان ته تشویش وو بلکې نورو خواوو هم دا تشویش لرلو چې دا پوله غېر متعلقه او غېر مطلوبه خلک استعمالوي.

یاده دې وي چې د تورخم پر دروازه کړکېچ رامخته کیدو ورستو د پاکستان او افغانستان چارواکي د پولې انتظام په ښه توګه په هوارولو متفق شوی ول.

د دواړو ملکونو ترمېنځه د پولې سمبالولو لپاره د یو نظام جوړول په اړه د دفاعي چارو کار پوه ریټایرډ بریګیډیر محمود شاه وايي چې دا ګام دواړو ملکونو ته ډېر مخکې اوچتول پکار وو.

،، په کومه علاقه کې په خاص توګه د ترهګرې پېښې کیږي باید چې د دواړو ملکونو په خوښه اقدامات اوچت کړل شي. او د دې لپاره به انتظام داسې وي چې د خلکو اسناد وکتل شي. دا انتظام د دواړو ملکونو لپاره ضروري دی او د دواړو پکې فایده ده،،

د سیمه ایزه چارو کار پوه ډاکټر خادم حسېن وايي چې د اعتماد بحالي لپاره د پاکستان او افغانستان ترمېنځنه صرف د اعلی چارواکو بلکې د ولسونو ترمېنځه رابطې سېوا کېدل پکار دي.

،، یو د دواړو ملکونو له سیاسي مشرتابه ډېر امیدونه دي چې ښې نتیجې به مېنځ ته راشي، بل د پوځي چارواکو ترمېنځه کوم فېصلې وشي نو په هغې عمل کولو لپاره پوځي چارواکو ترمېنځه اړیکې پکار دي او درېم دا چې د ولسونو رابطې سېوا کول پکار دي او د ولسونو چې څومره تجارتي، کلتوري او ټولنیزې رابطې وي نو د عدم اعتماد دغه فضا به د اعتماد په فضا کې بدلېږی،،

یاده دې وي پاکستان ویلي وو چې د پولې سمبالولو له مخې به د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پر پوله نورې دروازې هم جوړول کیږ ي.

پاکستان دا هم ویلي وو چې د پولې د انتظام طریقه کار د ترهګرې مخینوی یوه برخه ده. خو د افغانستان دریځ دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تړون شوی دی چې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه که هر ډول ودانۍ جوړېږي نو د دواړو پر سلا به جوړېږي.