زاخېلوال په پاکستان کې له پښتنو سیاستوالو سره کتلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېشنبې په ماښام اسلام اباد کې افغان سفير، عمر زاخېلوال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو او د عوامي نيشنل ګوند د يو مشر افراسياب خټک په ګډون ځينو نورو پښتنو سياستوالو سره ملاقات کړی. دا ملاقات که څه هم غير رسمي وو خو په روانو مسايلو پکې خبرې اترې شوي دي. زموږ همکار، بشيرګواښ په دې اړه د افراسياب خټک سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې دې ملاقات کې د شوو خبرو تفصيل غوښتی.