د ځوانانو اختر له بې وزلو سره او د کيلونا وسلو ضد هڅې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند سره په خبرو کې ځوانه ټولنيز فعاله پلوشه عباس وايي له تيرو څلورو کالو راهيسې په اخترونو کې د غريبو خلکو لپاره خوراکي توکي او په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره کپړې ، پيزارونه، جينکو لپاره بنګړي، او نور د ضرورت شيان اخلي. همداراز پلوشه عباس په پيښور او انيس الرحمان په کابل کې د کيلونا ټوپکو، تمانچو او نورو وسلو خلاف کمپاين هم چلوي. د وزيرستان ځوانانو مشر سورج داوړ او ځوان ټولنيز فعال او شاعر دلګير داوړ سره مو بيا پر دې خبرې کړي چې د وزيرستان کډوال ځوانانو د اختر لپاره څه تيارې نيولی.