د مشال راډيو ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند سره په خبرو کې ځوانه ټولنيز فعاله پلوشه عباس وايي له تيرو څلورو کالو راهيسې په اخترونو کې د غريبو خلکو لپاره خوراکي توکي او په ځانګړې توګه ماشومانو لپارهکپړې ، پيزارونه، جينکو لپاره بنګړي، او نور د ضرورت شيان اخلي.
همداراز انيس الرحمان په کابل کې او پلوشه عباس په پيښور کې د کيلونا ټوپکو، تمانچو او نورو وسلو خلاف کمپاين هم چلوي. د وزيرستان ځوانانو مشر سورج داوړ او ځوان ټولنيز فعال او شاعر دلګير داوړ سره مو بيا پر دې خبرې کړي چې د وزيرستان کډوال ځوانانو د اختر لپاره څه تيارې نيولی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.