"پاکستان دې د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي،اوس هم له پاکستانه دا غوښتنه لري چې د طالبانو هر هغه مشر چې د پاکستان په خاوره کې میشت دي له خپله هېواده وباسي. ده دا هم وویل چې د امن بهیر لپاره د څلوراړخېز په غونډه کې د ایران، هند او روس شاملول به ډېر ښه ګټه ولري. په دې اړه له ډاکټر حضرت عمر زاخېوال سره د مشال راډیو همکارې رابعه اکرم خان مرکه کړې ده. دغه خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.