په سوات کې د یوناني ښار اثار موندل شوي

د تاریخي اثارو کارپوهان وایي د سوات په بریکوټ سیمه کې تازه اثار ښیي چې دغلته څه نا څه دوه زره کاله زوړ د سکندر اعظم د وخت یو یوناني ښار وو،چې هغه پکې د څه وخت لپاره ژوند کړی وو.

لرغونپوهان وایي دوی په سوات کې د یو یوناني ښار اثار موندلي دي، او دا څرګندوي چې دغه سیمه په زرګونو کاله زاړه تاریخي اثار لري.

دغه اثار د یو اټالوي مشن چې په پاکستان کې په تاریخي اثارو کار کوي، د پاکستانیو لرغونپوهانوپه مرسته د سوات د بریکوټ په بازیره سیمه کې کیندلي دي. په سوات کې د کلتوري چارو یو کارپوه شوکت شرار وایي د بازیره پشمول د سوات یو شمېر سیمې داسې تاریخې اثار لري او باید په قانوني توګه وکیندل شي (( د دې په باره کې داسې ویل کیږي چې کله سکندر اعظم سوات ته راغی، نو ده په بازیره کې څه وخت تېر کړی وو، د سکندر اعظم یو سپه سالار د سوات یوې بلې سیمې ته تللی وو، او داسې امکان شته چې د سوات په نورو سیمو کې همدغسې اثار وي، څه پکېلټولی شوي دي او څه لا پټ پراته دي، د هغه عسکر بیا غونډ ته راغلل او بیا د غونډ نه پنجاب او هندوستان ته لاړل، په سوات کې داسې نور اثار هم شته او باید په ساینسي طریقو یي کیندنه وشي))

تخت بایي

تاریخ پوهان دا هم وایي د دغو اثارو پوره پلټنې لا نه دي شوي خو داسې مالومیږي چې په بازیره کې دغه اوسني موندل شوي اثار څه نا څه ۲۰۰۰ کاله پخواني دي.

خلک باید پر دې پوهه کړل شي چې دوی څومره تاریخي ځایونه لري

په سوات کې د تېرو دیرشو نه د زیاتو کالونو راهیسې د اټلي د یوې ادارې مشر ډاکټر لوکا ماریه چې دغلته د تاریخي اثارو د کیندلو او د دې د خوندي ساتلو لپاره کار کوي وایي ده په سوات کې ډېر وخت تېر کړی او د دغې اثارو مالومیږي چې سوات او د خیبر پښتونخوا نورې سیمې ډېر زوړ تاریخ لري خو باید د کیندلو سره سره په خوندي ساتلو هم زیات کار وشي او په ولس کې په دې اړه پوهه پېدا کړل شي(( خلک باید پر دې پوهه کړل شي چې دوی څومره تاریخي ځایونه لري، او بله خبره چې ډېره ضروري ده په سوات او نورو سیمو کې د غېر قانوني کیندنو مخ نیوی وشي، او باید د سوات پشمول د نورو تاریخي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره کار وشي، دا کار به د قانوني کیندنو په زیاتوالي ، په دغو ځایونو کې د سرکاري ادارو او د لرغونپوهنې د محکمو په موجودګۍ سره ترسره کیږي. ))

د تاریخي اثارو کار پوهان وایي د خیبر پښتونخوا پشمول باید په هغو ټولو سیمو کې د ولس لپاره داسې پروګرامونه وشي چې دوی په خپلو سیمو کې د تاریخي ودانیو د اهمیت نه خبر کړل شي، او دغه ځایونه د سیلانیانو لپاره خوندي وګرځول شي.