په خېبر پښتونخوا کې سېلاوونو ۴۳ کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خېبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، سیلاوونو لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي دي. په دغه صوبه کې د ناورینونو سمبالولو ادارې یوه ویاند لطیف الرحمان د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل چې يواځې د چترال په [اورسون] سیمه کې له سېلاوونو ۴۱ وژل شوي دي. نوموړی وايي د یادې ضلعې خلکو ته تر سېلاو وړاندې د کلیو پرېښودلو په اړه هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړل شوی. د جولايي میاشتې له دویمې نیټې راهیسې په پاکستان کې د پشکال بارانونه پیل شوي چې په صوابۍ او مردان کې يې هم خلکو ته مرګژوبله اړولې.