قبایلي مشران: که مو د سیمو آییني حثیت څرګند نشو ، د پاکستان د ازادۍ په ورځ ماتم کوو

د قبایلي سیمو نقشه

د دې سیاسي اتحاد یو مشر نثار مومند د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو په وخت وویل ، که حکومت د قبایلي سیمو د آییني حثیت په اړه په پرېکړه کې ځنډ کوي نو پر هم داسې موقعو به خلک هم داسې احتجاجونه کوي.

اسلام اباد: په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو اتحادیې دړکه ورکړیده چې که چیرېحکومت قبایلي سیمې په خیبرپښتونخوا کې د ګډولو په اړه څرګند اعلان ونکړ نو د پاکستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توګه نمانځي.

د دې سیاسي اتحاد یو مشر نثار مومند د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو په وخت وویل، که حکومت د قبایلي سیمو د آییني حثیت په اړه په پرېکړه کې ځنډ کوي نو پر هم داسې موقعو به خلک هم داسې احتجاجونه کوي.

بل پلو د حکومت لخوا د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ وېلي دي چې دوي د قبایلي سیمو د ائیني حېثیت د بدلون په اړه خپلې سپارښتنې تیارې کړیدي او د وزیر اعظم نواز شریف له خوا تر منظورۍ وروستو به يي پارلیمان ته وړاندې کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د وزیراعظم نواز شریف له خوا د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو په موخه جوړې کړې کمېټۍ د سرتاج عزیز په مشرۍ کې د ټولو قبایلي سیمو سفر وکړ او هلته یې په دې اړه له خلکو د هغوی رایې وغوښتې.

د دې کمېټۍ د غونډو پر مهال هلته احتجاجونه هم شوي وو. احتجاج کوونکو تور پورې کاوی چې یاده کمېټۍ د ټاکل شوو خلکو او ډلو رایې اخلي.

د یادونې وړه چې لوی شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونه او ډلې غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر بښتونخوا ګډې کړل شي خو داسې ګوندونه او ډلې هم شته چې وايي دې سیمو ته دې د بېلې صوبې یا کونسل حثیت ورکړل شي.