صدیق وزیر وايي وسله والو ځکه ایشتلی چې د تعلیم لپاره یې هڅې کولې

په جنوبي وزیرستان کې تر کلونو

د ځوانانو غږ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مو د جنوبي وزیرستان له صدیق وزیر سره خبرې کړې دي چې د واڼه وېلفېیر اسوسي اېشن په نوم یوه خیریه ټولنه چلوي.

دی د دې ټولنې له لارې د تعلیم او سولې لپاره کار کوي. کله چې مشال راډیو غوښتل له نوموړي سره د ده د هلو ځلو په اړه خبرې وکړي نو دی وسله والو وویشت. صدیق وزیر په ژوبل حالت کې له روغتونه د ځوانانو غږ خپرونې ته وخت ورکړ.

وزیر خپله د پوهنتون محصل یا زده کوونکی دی او وايي، وسله والو ځکه په مرمیو وویشت چې ده د قبایلي سیمو اوسېدونکو ته ویل چې په بچیو سبق ووايي، او قلم ورته په لاسو کې ورکړي. د ده خبرې لاندې واورئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صدیق وزیر په ژوبل حالت کې ځوانانو غږ خپرونې ته حاضر شو

په ځوانانو غږ خپرونه کې مو چې له صدیق وزیر سره خبرې کولې نو د عرفان الله په نوم د کورمې یوه ۱۳ کلن هلک ټیليفون وکړ چې په بمي چاودنه کې یې پښې غوڅې شوې وې. دی وايي، پر دې سربېره یې هم ښوونځی پرېنښود او د معذورانو زده کړو لپاره هلې ځلې کوي. د ده خبرې لاندې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عرفان الله په چاودنه کې معذور شو اوس د معذورانو لپاره کار کوي

له دې سره سره مو په خپرونه کې له شاعر ظاهر بنګش سره او د ټولنیزو رسنیو په اړه مو هم له ضیا الله همدرد سره خبرې کړې دي.

د ځوانانو غږ بشپړه خپرونه لاندې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صدیق وزیر وايي وسله والو ځکه ایشتلی چې د تعلیم لپاره یې هڅې کولې