په کندز کې چارواکي وایي چې په قلعه ذال ولسوالۍ کې په جګړه کې 40 وسله وال وژل شوي .
د کندز د والي ویندوی سیدمحمود دانش پرون ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په قلعه ذال کې په تیرو درو ورځو کې یو پولیس هم په جګړه کې وژل شوی دي.
د دانش په وینا، پدې جګړه کې ملکي کسانوته تاوان ندی رسیدلی.
دکندز د والي ویندوی وویل، د قلعه ذال ولسوالۍ سقوط امکان نه لري او په سیمه کې کافي پوځيان ځاي پرځاي شوي دي.
وسله والو طالبانو مخکې د ولسوالۍ دسقوط ادعا کړې وه . خوولایتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې جګړه د ولسوالۍ په مرکز کې روانه ده .