د افغانستان دفاع وزارت وایې، افغان، پاکستاني او د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ چارواکي به روانه اونۍ په کابل کې غونډه وکړي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ودلت وزیري نن مشال راډیو ته وویل، په دغه غونډه کې چې راتلونکې سې شنبې به په کابل کې وشي، د سرحدي مسایلو په جزیاتو به خبرې وشي:( په دې درې اړخیزه غونډه کې په ټولو هغو مسایلو چې د خط دواړو خواو ته کوم شوی تفاهم یا مسایل رامنځ ته کیږي، خبري وشي.)
د بهرنیو چارو وزارت هم وایې چې دا د هغو درې اړخیزو غونډو لړۍ ده چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په کابل او یا هم اسلام آباد کې جوړیږي.